په لوګر ولايت کې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۳:۵۸
شخړه

 

يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۲۲

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله د دوو کورنيو ترمنځ هغه شپږ کلنه شخړه، چې دواړو خواوو ته يې ژورې ستونزې پيدا کړې وې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل د سلاکار مولوي محمد آجان رهبر په هلوځلو او ديني عالمانو په منځګړيتوب حل او فصل شوه.

د جرګې غړو لومړی د دغو کورنيو دمشرانو سره جلاجلا ناستې وکړې او بيا يې له هغوی څخه اختيار ليکونو په اخيستلو سره د يوې منصفانه پريکړې له مخې روغه جوړه وکړه، چې د ښکېلو لورو د رضايت سبب وګرځېده او يو بل ته يې بښنه سره وکړه.

دوی د اسلامي امارت له مشرانو او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مسؤلينو هم مننه وکړه، چې په وينايې د ولسونو هرې غټې او وړې ستونزې ته د حل په موخه پر وخت رسېدنه کوي او د ارام ژوند زمينه ورته برابروي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

له ۱۱ کلنې شخړې وروسته د دوو کورنیو پخلاینه 

 

سه شنبه ۲۵/ربیع الاول/۱۴۴۸
د بامیان ولایت په مرکز کې د تي‌بتي کلي او خمکلک کلي د اوسېدونکو ترمنځ ۱۱ کاله مخکې رامنځته شوې شخړه چې له کلونو راهیسې د ښکېلو خواوو ترمنځ اختلافات راپیدا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د کندهار په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې له عامو خلکو او سيمه ييزو مسؤلينو سره غونډې

 

يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د روانو غونډو په ترڅ کې تېره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۸
Background image

په کنړ او ميدان وردګو ولايت کې دوه جلاجلا شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۲۵ ربیع الاول ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس ملا تحميد الله غازي په مشري د دغه ولايت په اسمار ولسوالي کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې. . .

BACK TO NEWS

User account menu