په لوګر ولايت کې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

khoram_admin
Mon, Nov 25 2024 1:58 PM
شخړه

 

يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۲۲

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله د دوو کورنيو ترمنځ هغه شپږ کلنه شخړه، چې دواړو خواوو ته يې ژورې ستونزې پيدا کړې وې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل د سلاکار مولوي محمد آجان رهبر په هلوځلو او ديني عالمانو په منځګړيتوب حل او فصل شوه.

د جرګې غړو لومړی د دغو کورنيو دمشرانو سره جلاجلا ناستې وکړې او بيا يې له هغوی څخه اختيار ليکونو په اخيستلو سره د يوې منصفانه پريکړې له مخې روغه جوړه وکړه، چې د ښکېلو لورو د رضايت سبب وګرځېده او يو بل ته يې بښنه سره وکړه.

دوی د اسلامي امارت له مشرانو او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مسؤلينو هم مننه وکړه، چې په وينايې د ولسونو هرې غټې او وړې ستونزې ته د حل په موخه پر وخت رسېدنه کوي او د ارام ژوند زمينه ورته برابروي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu