په لغمان، بلخ او کاپيسا ولايتونو کې بيلابيلې کورنۍ د ورورولۍ پر ټغر را ټولې شوې

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۳:۵۷
شخړې

دوشنبه ۴/۶/۱۴۰۳

د لغمان ولايت مرکز اړوند سه صده سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه یو کلنه شخړه هواره شوه چې، له امله يې يو کس وژل شوی و او څلور نور پکې ټپيان وو. د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو، مشرانو او قومي سپين ږيرو دغه کورنۍ لومړی خبرو ته اماده کړه او بيايې د دوی تر مابین د روغه جوړه وکړه.

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې حکومتي مسؤلینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود، دوی د خپلو خبرو پر مهال شخړې او دوښمنۍ غير اسلامي کړنې وبللې او خلک يې يووالي، ورور ولۍ، صميميت اوسولې ته را وبلل.

ددې تر څنګ د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هلو ځلو په دولت اباد ولسوالۍ کې د يو لړ اختلافاتو له امله دوې جلا شوې کورنۍ بيرته سره يوځاي شوې، د دغه ولايت د شخړو د حل کمېټې مسؤلينو، مصلحينو، د ا.ا.ا استازو او ځايي خلکو په ګډو همکاريو ياده شخړه له منځه يووړه او دواړه جلا شوې کورنۍ بيرته سولييز ژوند ته راوګرځيدې.

په ورته مهال د کاپيسا او سمنګان ولايتونو د اوسيدونکو ترمنځ د ترافيکي پيښې له امله رامنځته شوې ستونزه حل شوه، په دغه حادثه کې چې د کاپيسا ولايت نجراب ولسوالۍ يو اوسيدونکی پکې وژل شوی و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په هڅو د علماوو، سپين ږيرو او مشرانوپه همکارۍ په روغه جوړه بدله شوه، د وژل شوي کس کورنۍ مقابل لوری وباښه او سره غاړه غړۍ شول،

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو ورځو کې په ننکرهار، کنړ، بلخ،روزګان او سمنګان ولایتونو کې هم دې ته ورته شخړې هوارې شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu