د منازعاتو د حل له کمیسیونونو سره ناسته

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۸:۴۰
ناسته

۳/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري په بامیان او میدان وردګو ولایتونو کې د سیمه ییزو قومونو تر منځ د شخړو د حل کمېسیونونو له استازو سره د وزارت د ناستو په تالار کې وکتل. 

د دغې کتنې پر مهال د شخړو د حل کمېسیون څو استازو خبرې وکړې، د اسلامي امارت له مسؤلینو یې خوښي څرګنده کړه او د خپلو ترسره کړیو فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. دوی وویل د تېر حکومت پر مهال په یوه کال کې یوازې په میدان وردګو ولایت کې د شخصي دښمنیو له کبله ۱۸۵ تنه مړه او په لکونو مالي زیانونه واوښتل خو اوس لله الحمد د ټول ولایت په سطحه موږ کومه ستونزه نه لرو او که چیرته په کوم ولایت کې پېښه هم شي موږ یې سمدستي د حل کوښښ کوو. د راغليو کمیسیونونو مشرانو له وزارت مقام څخه په مالي، لوژیستیکي او ترانسپورتي برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه. 

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي نوري دوی ته تر هرکلي کولو وروسته وویل: دا د الله تعالی(ج) یوه لویه لورینه ده چې سوله یې را په برخه کړې او د اسلامي نظام تر چتر لاندې یې د خدمت موقع راته برابره کړې ده. نوموړي د کمیسیونونو د ترسره کړیو خدمتونو ستاینه وکړه، د پرېکړو په تطبیق یې ټینګار وکړ او دوی ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۳۵
Background image

فارياب کې د ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې شخړه هواره شوه

يکشنبه ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ په دغه ولايت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۶
Background image

فاریاب کې د ۲۰ کلنې بدي حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي نیک‌محمد حنفي په مشرۍ د ديني عالمانو او قومي مشرانو د منځګړیتوب په پایله کې د ياد ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

په بلخ او ارزګان کې د جلاجلا شخړو حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو او د ځايي قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu