د منازعاتو د حل له کمیسیونونو سره ناسته

khoram_admin
Sun, May 12 2024 8:40 AM
ناسته

۳/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري په بامیان او میدان وردګو ولایتونو کې د سیمه ییزو قومونو تر منځ د شخړو د حل کمېسیونونو له استازو سره د وزارت د ناستو په تالار کې وکتل. 

د دغې کتنې پر مهال د شخړو د حل کمېسیون څو استازو خبرې وکړې، د اسلامي امارت له مسؤلینو یې خوښي څرګنده کړه او د خپلو ترسره کړیو فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. دوی وویل د تېر حکومت پر مهال په یوه کال کې یوازې په میدان وردګو ولایت کې د شخصي دښمنیو له کبله ۱۸۵ تنه مړه او په لکونو مالي زیانونه واوښتل خو اوس لله الحمد د ټول ولایت په سطحه موږ کومه ستونزه نه لرو او که چیرته په کوم ولایت کې پېښه هم شي موږ یې سمدستي د حل کوښښ کوو. د راغليو کمیسیونونو مشرانو له وزارت مقام څخه په مالي، لوژیستیکي او ترانسپورتي برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه. 

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي نوري دوی ته تر هرکلي کولو وروسته وویل: دا د الله تعالی(ج) یوه لویه لورینه ده چې سوله یې را په برخه کړې او د اسلامي نظام تر چتر لاندې یې د خدمت موقع راته برابره کړې ده. نوموړي د کمیسیونونو د ترسره کړیو خدمتونو ستاینه وکړه، د پرېکړو په تطبیق یې ټینګار وکړ او دوی ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu