د غازي عبدالله خان اڅکزي عالي لېسې لنډه تاریخچه

mobta

دغازي عبدالله خان اڅکزی ابتدایه ښوونځی د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالی کې په ۱۳۳۷ ل کال د ښاغلي محمد هاشم میوندوال د صدارت پرمهال د پوهنې وزارت په چوکاټ کې تاسیس شو چې د سیمې زده کوونکو ترڅنګ پکې د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو زده کوونکو زده کړې کولې.

د غازي عبدالله خان اڅکزی ښوونځي له تاسيس څخه شپږ کاله وروسته په ۱۳۴۳ ل کال کې منځني ښوونځي ته لوړ شو چې هغه مهال یې (۷) تنه تجربه لروونکو استادانو تدریسي او اداري چارې پرمخ وړلې.

یاد ښوونځی په ۱۳۴۹ هـ ل کال کې لېسې ته ارتقا وکړه او د لومړي نه تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکي به یې  جذبول.

له ۱۳۵۷ هـ ل کال څخه تر ۱۳۶۵ هـ ل کال پورې په قسمي توګه یاده لیسه فعاله وه او له ۱۳۶۵کال څخه تر ۱۳۷۱ هـ ل کال پورې د دې لېسی دروازه د زده کوونکو پر مخ وتړل شوه او یو شمېر کډوال  د دې لېسې په ودانیو کې استوګن شول.

څلور کاله وروسته په ۱۳۷۵ هـ ل کال کې د دویم ځل لپاره په ابتدایه شکل د دې ښوونځي چارې رسماً پیل او  د زده کوونکو جلب، جذب او زده کړو دوام وموند.

په ۱۳۸۱ هـ ل کال کې دغه ښوونځي یوځل بیا لېسې ته ارتقا وکړه او تر ۱۳۸۸ هـ ل کال پورې یوازی د سپین بولدک ولسوالۍ مرکز د زده کوونکو په چوپړ کې وه، خو د کندهار ولایت د معارف مسئولینو په هاند او هڅو د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو څخه هم یو شمېر زده کوونکي جذب او د دې لېسې لیلیه برخه هم فعاله شوه چې د (۱۸۵۰) تنو نهاري زده کوونکو تر څنګ یې (۶۶) تنه لیلیه زده کوونکي هم لرل.

د ۱۳۹۶هـ ل کال د وري میاشتې په ۲۱نېټه  د غازي عبدالله خان اڅکزي عالي  لېسه  د وخت د جمهوري ریاست مقام د حکم په اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو او د پوهنې چارو وزارتونو ترمنځ په همغږۍ او تفاهم د پوهنې وزارت  له تشکیل څخه د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت په تشکیل کې شامله شوه.

کله چې یاده لېسه په ۱۳۹۷ هـ ل کال کې د لومړي ځل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په چوکاټ کې فعاله شوه، نو د لیلیه زده کوونکو شمېر یې له (۶۶) تنو څخه (۲۲۸) تنو ته لوړشو.

په روان ۱۴۰۲ ل کال کې د غازي عبدالله خان عالي لیسې زده کوونکو شمېر (۸۸۱) تنو ته رسېږي چې له ډلې يې (۲۰۰) تنه لیلیه او (۶۸۱) تنه نهاري زده کوونکي دي د یادولو ده چې نوموړې لېسه  د (۵۰۰) تنو لیلیه او (۲۰۰۰) تنو نهاري زده کوونکو د جلب، جذب او د ښوونې او روزنې وړتیا لري.

د غازي عبدالله خان عالي لېسه د (۹) بلاکونو په لرلو (۲۸) لیلیه، (۸۳) تدریسی ،(۴) اداري خونې او همدا رنګه جومات، ډیپو، کتابتون او لابراتوار هم لري.

د غازي عبدالله خان عالي لېسې اداري تشکیل:

تشکیل یې ۳۶ کسانو ته رسیږي چې ۵ تنه اداري کارکوونکي،۲۱ تنه تدریسي او ۱۰ تنه خدماتي  کارکوونکي دي.

تدریسي برخه:

د غازي عبدالله خان عالی لیسې درسي نصاب او درسي میتود د پوهنې وزارت د قوانینو او لوایحو په اساس پرمخ ځي همدا رنګه درسي کتابونه او نور مطبوع او غیر مطبوع مواد د پوهنې وزارت لخوا ورکول کيږي.د زده کوونکو نتایج او شهادت نامې هم د پوهنې چارو وزارت پورې تړاو لري.

د یادې لیسې ښوونکي د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت په موافقه د پوهنې چارو وزارت لخوا استخدامېږي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې د غازي عبدالله خان اڅکزي عالي لېسې د زده کوونکو د لا ښه روزلو او د هغوی د پوهاوي لوړولو په موخه مجهز کمپیوټرلیب ،انګلیسي، ریاضی او کمپیوټر کورسونو تر څنګ د کانکور چمتوالي کورسونه هم جوړ کړي.

لیلیه برخه:

د غازي عبدالله  خان اڅکزي علي لیسې زده کوونکو ته د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا لوژیستیکي او خوراکي مواد پر وخت اکمال کیږي او د ۳ تنو مجربو استادانو لخوا د دې لیسې لیلیې برخه اداره کیږي.