دقباېلوعالي لېسې لنډه تاریخچه

mobta

د قومونواوقبایلو بچیانو د ښوونې اوروزنې په موخه د ښوونځیو جوړولو په لړ کې د قباېلو لېسې د بنسټ ډبره د هغه مهال د سرحدونو او قبایلو چارو خپلواک ریاست په تشکیل کې د وخت صدراعظم ښاغلي محمد هاشم میوندوال له خوا د سرحدي سیمو او د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې زده کوونکو لپاره د ۱۳۴۶هـ ل کال دغویي پر ۱۵ نېټه کېښودل شوه.

د قبایلو په ښوونځي کې د لومړي ځل لپاره څلویښت تنه قبایلي زده کوونکي جذب او تر ښوونې او روزنې لاندې ونېول شول.

د قباېلوعالي ليسه د تاسیس له کال څخه تر ۱۳۷۱ هـ ل کال پورې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په چوکاټ کې فعاله وه، خو د کورنیو جګړو پر مهال د دې لېسې تشکیل له منځه لاړ او پر ځای یې د شهید محمد داوود خان په نوم نوې لېسه د خوست ولایت د پوهنې ریاست په چوکاټ کې فعاله شوه.

د شهید محمد داود خان عالي لېسه تر۱۳۹۶ کال پورې  فعالیت کاوه خو د ۱۳۹۶ هـ ل کال په جریان کې د پوهنې او د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارتونو په تفاهم د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ بیا له سره د قباېلو لېسې تشکیل منظور او د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت په تشکیل کې شامله شوه چې په ۱۳۹۹هـ ل کال کې رسماً په فعالیت پیل وکړ.  

اوسمهال یاده لېسه د (۶۰۰) زده کوونکو د جلب،جذب، ښوونې او روزنې توان لري،چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونوڅخه (۲۵۰) تنه زده کوونکي پکې زده کړې کوي.

د قباېلوعالي لېسې اداري تشکیل:

تشکیل یې ټول (۴۰) تنو کارکوونکو ته رسېږي چې له ډلې یې ۸ تنه اداري کارکوونکي ( ۱۶ ) تنه ښوونکي او(۱۶) تنه خدماتي پرسونل دی.

تدریسي برخه:

د قبایلوعالي لیسې درسي نصاب او درسي میتود د پوهنې وزارت د قوانینو او لوایحو په اساس پرمخ ځي همدا رنګه درسي کتابونه او نور مطبوع او غیر مطبوع مواد، او د زده کوونکو نتایج او شهادت نامې د پوهنې چارو وزارت پورې تړاو لري.

د یادې لېسې ښوونکي د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت په موافقه د پوهنې چارو وزارت لخوا پر دنده ګمارل کېږي.

د قباېلو عالي لېسه د یو باب پاخه او اساسي تعمیر په درلودلو سره ۹ درسي او ۲۹ لیلیې خونې لري.