د خوشحال خان عالي لېسې په انګړ کې نیالګې کېنول شول

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴۲
خبر

۱۴۴۵/۹/۷

د پسرلي په را رسېدلو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د خوشحال خان عالي لېسې په انګړ کې د لېسې د چاپیریال د لا سمسورتیا په موخه زینتي بوټي او نیالګي د یادې یاد وزارت د استازو، د لېسې د آمر او اداري کارکوونکو په حضور کې کېنول شول. 

د نیالګیو کېنولو پر مهال د یادې لېسې آمر مولوي محمدي وویل چې د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت په مرسته یې د پسرلي په را رسېدلو سره ۲۰۰ د ناجو او مورپام ونې او ۱۰۰ د ګل ګلاب بوټي راوړې دي چې د لېسې په انګړ کې به د لېسې د کارکوونکو په مرسته وکرل شي.

هغه زیاته کړه: ونې او بوټي چاپیریال ته ښکلا ور بښي او د زده کوونکو لپاره د مطالعې یو ښه چاپیریال را منځته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu