د معلوماتي ټکنالوجۍ نوي رئیس معرفي شو.

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۹:۲۴
خبر

نج شنبه ٢١ رجب المرجب ١٤٤٥

په دې غونډه کې لومړی د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس ښاغلي محمد انور تائب خبرې وکړي  ويې ویل مسوولیت اخيستل دروند بار دی او اخیستونکی باید د کار لپاره هڅه، کوشش او اخلاص وکړي.
ښاغلي تائب د نوي ټاکل شوي رئیس په ژوند او کړنو رڼا واچوله او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

ورپسي د معلوماتي ټکنالوجۍ د نوي رئیس  ښاغلي قاري عبدالمتین د ټاکلو کېدو له امله د وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي کریم شاه تیلوي د ریاست الوزراء د مقام حکم ولوست. 

په پای کې نوي رئیس  ښاغلي قاري عبدالمتین  د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه پلاوي مننه وکړه او د یاد ریاست د کاري پرمختګ په پار یې خپلو پروګرامونو ته اشاره وکړه دغه راز ژمنه یې وکړه چې د وزارت د مقام له سپارښتنو سره سم او د دغه ریاست له کاري ټیم سره په همکارۍ او همغږۍ به د کارې پروګرامونو په پلي کولو کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu