د آمو سیند له تخریباتو څخه لیدنه وشوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۴:۲۷
خبر


۱۴۴۵/۷/۱۶

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي حبیب الرحمن رحماني د یوه پلاوي په ملتیا د یاد ولایت د کلدار او شورتپه سرحدي ولسوالیو له سرحدي سیمو څخه لیدنه وکړه. 

د دغې لیدنې پرمهال یاد پلاوي د ولسوالیو له مسؤلینو سره له همغږي کولو وروسته د دواړو ولسوالیو له مېشتو قومونو سره په بیلابیلو ناستو کې خبرې وکړې. ښاغلي رحماني د ټولو سرحد مېشتو سیمو قومي مشرانو ته اطمینان ورکړ چې د دوی ستونزې به تر لوړ رتبه چارواکو رسوي او د حل لارې به ورته لټوي. 

د دغه سفر په جریان کې د آمو سیند له تخریباتو څخه هم څارنه وشوه، چې د یادو دوو ولسوالیو په اوږدو کې له ۶ تر ۱۰ کیلومتره ځمکه تخریب شوې وه چې په نتېجه کې یې د ځایي خلکو کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو آبادیو ته زیانونه اړولي وو. د دغې سیمې وګړو له حکومت څخه د آمو سیند د استحکاماتو او زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu