په خوست کې له قومونو سره د همغږۍ او یووالي غونډه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۳۴
خبر

۱۹/۶/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د خوست ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره د همغږۍ ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد اخند، د یاد ولایت مرستیال والي محبوب شاه قانت، د  جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د اداراتو مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو حضور درلود. 

په پیل کې مرستیال والي ښاغلي قانت وویل: د افغانستان مجاهد ولس نړۍ ته وښودله چې هیڅوک به په زور او جبر دا خاوره اشغال نه کړي. هغه زیاته کړه اوس ددې وخت را رسېدلی دی چې افغانان دا هر څه وساتي.

ور پسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي حقاني خلکو ته د ډاډ په ورکولو سره وویل: د حکومت ټوله رهبري په دې هڅه کې ده چې د ولس ستونزې حل کړي. هغه د بیلګې په توګه وویل: موږ د تېر کال په اوږدو کې د خلکو تر منځ سلګونه شخړې حل کړې دي چې دا د ټولو اداراتو د کار کولو یو ښه مثال دی.  

قومي مشرانو او علماوو غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د هېواد له قلمرو، اسلامي مقدساتو، کلتور او اراضي څخه ساتنه کړې ده، لا هم په دې برخه کې خپله قرباني ورکوي او د موجوده نظام ننګه کوي. راغلیو مشرانو زیاته کړه: هغه ستونزې چې په تېر حکومت کې د قومونو د جوړښت د له منخه وړلو لپاره رامنځته شوې وې د اسلامي امارت په راتګ سره له منځه تللې دي او د مسؤلو ارګانونو له لوري یې د هوارېدلو هڅې روانې دي. 

په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ معین ښاغلي عابد اخند خبرې وکړې زیاته یې کړه چې د نړۍ له دومره بندیزونو سره سره په هیواد کې بیارغونه، اقتصاد او امنیت د اسلامي امارت هغه ګامونه دي چې په ډېری پرمختللیو هیوادونو کې یې بیلګي نه لیدل کېږي. نوموړي خلک اتفاق ته را وبلل او ویې ویل: که د افغانستان د ولسونو تر منځ همدا اتحاد موجود وي؛ د نړۍ هیڅ هیواد به بیا په افغانستان د یرغل لپاره زړه ښه نه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu