د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف له استازو سره لیدنه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۰:۴۰
خبر

۱۴۴۵/۶/۸

په مرکز کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د رحمان بابا عالي لېسې آمر مولوي صدیق الله صدیقي د معارف وزارت د مسلکي انکشاف له ټاکل شوي پلاوي  سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. 

په یاده ناسته کې د پوهنې وزارت له لوري ټاکل شوي هیئت یادې لېسې ته د خپلې لیدنې په اړه خبرې وکړې. دوی د یاد وزارت له لوري د د ښوونکو د تدریسي ظرفیت لوړونې په برخه کې د جوړېدنکې سیمنار په هکله معلومات شریک کړل او د استادانو نظرونه یې په دې اړه مهم وبلل. 

د ناستې په اوږدو کې ښوونکو ته په دې اړه ترتیب شوې فورمونه توضیع شول او په اړوند موضوع یې خپل نظریات وړاندې کړل، یاده ناسته په دوعا کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu