په نیمروز ولایت کې د مهاجرینو عالي کمېسیون په فعالیت پیل وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۹:۵۲
خبر

۲۴/۴/۱۴۴۵

 د مهاجرینو ستونزو ته رسېدو عالي کمېسیون په چوکاټ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست الحاج ملا نورالله نوري په مشرۍ د نيمروز ولايت له مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه. په ياده ناسته کې د نيمروز ولایت والي ملا نجیب الله رفیع، د عالي کمیسیون د دارالإنشاء رئیس او معاون، د مهاجرینو چارو، صحت عامې، معارف، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د سرې میاشتې عمومي ریاست استازو او د ولایتي اداراتو د رئیسانو ګډون درلود.


په ناسته کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی د ترتیب، تنظیم او انتقال تر څنګ پرېکړه وشوه چې د یاد ولایت د والي  تر سرپرستي لاندې به د را ستنېدونکو مهاجرینو لپاره ګمارل شوې کمېټې خپل فعالیت پیلوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu