په لغمان ولایت کې د همغږۍ غونډه
۱۴ ربیع الثاني ۱۴۴۵
په لغمان ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ تر عنوان لاندې یوه ستره ولسي غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې پر مهال یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني مل پلاوي، د یاد ولایت د دولتي ادارو مسؤلینو او سلګونه قومي مخورو حضور درلود.
لومړی څو تنو قومي سپین ږیرو او د کوچیانو مخورو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د ملاتړ به اړه وویل: افغانان غیرت او جهاد ته علماؤ هڅولي و، موږ چې نننۍ ازادي وینو دا ددې علماء او مجاهدینو د جهاد او قرباني برکت و، همدازار دوی په خپلو خبرو کې ددې ولایت او ولسوالیو یو لړ ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
په اخیر کې د جرګو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو سربېره وویل: د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د افغانستان پر خاوره هیڅ چا تجاوز نه دی کړی، د افغانستان ولسونه د خپل هېواد په ساتنه کې له حکومت سره څنګ پر څنګ ولاړی دی، همدازار نوموړي زیاته کړه: دا د هر قومي مشر مسؤلیت دی چې د ټولنې ځوان قشر په دې وپوهوي چې ا.ا.ا ملاتړ او همکاري د دوی مسؤلیت او وجیبه ده.