په لغمان ولایت کې د همغږۍ غونډه

org_admin
Thu, Nov 02 2023 11:08 AM
خبر

۱۴ ربیع الثاني ۱۴۴۵


په لغمان ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ تر عنوان لاندې یوه ستره ولسي غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې پر مهال یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني مل پلاوي، د یاد ولایت د دولتي ادارو مسؤلینو او سلګونه قومي مخورو حضور درلود.

لومړی څو تنو قومي سپین ږیرو او د  کوچیانو مخورو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د ملاتړ به اړه وویل: افغانان غیرت او جهاد ته علماؤ هڅولي و، موږ چې نننۍ ازادي وینو دا ددې علماء او مجاهدینو د جهاد او قرباني  برکت و، همدازار دوی په خپلو خبرو کې ددې ولایت او ولسوالیو یو لړ ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.


په اخیر کې د جرګو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو سربېره وویل: د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د افغانستان پر خاوره هیڅ چا تجاوز نه دی کړی، د افغانستان ولسونه د خپل هېواد په ساتنه کې له حکومت سره څنګ پر څنګ ولاړی دی، همدازار نوموړي زیاته کړه: دا د هر قومي مشر مسؤلیت دی چې د ټولنې ځوان قشر په دې وپوهوي چې ا.ا.ا ملاتړ او همکاري د دوی مسؤلیت او وجیبه ده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu