په مرکز کابل کې د اهل تشیع قومونو له لوري د خپلواکۍ دویمه کلیزه و نمانځل شوه

mobta_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۲۳:۴۶
Mobta

۷/۲/۱۴۴۵

د اسلامي امارت د خپلواکي د دویمې کلیزې په ویاړ د مرکز کابل د دشت برچي په سیمه کې د اهل تشیع قومي مشرانو او ځوانانو له لوري و نمانځل شوه. په دغه نمانځغونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو مسلکي معین الحاج مولوي احمد طه قادري، وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، نورو دولتي مسؤلینو د اهل تشیع دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. د غونډې په اوږدو کې د راغلیو قومي مشرانو په استازیتوب یوه تن خبرې وکړې اسلامي نظام یې د الله ج له لوري یوه پیرزوینه وبلله او د هزاره قومونو په نمایندګي یې د اسلامي امارت څخه ملاتړ او د هر راز همکاریو ډاډ وړاندې کړ. وروسته د وزارت په استازولي مفتي شفیع الله ثاقب د اسلامي ارشاداتو پر بناء ګډونوال یووالي او یو بل منلو ته را وبلل او راغلیو مشرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د غرب د تبلیغاتو پر وړاندې دي فکري مبارزه وکړي او خپل ځوانان دي د هیواد ښې رازه کولو مبارزې او کوښښ ته وهڅوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۵
Background image

د پاکستان څخه په جبري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو له کمپ څخه ليدنه

د پاکستان څخه په جبري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو له کمپ څخه ليدنه  

دوشنبه ۲۳ شوال ۱۴۴۶  

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۰:۳
Background image

((ولس ته اطمینان ورکوو چې، د دې خاورې یوه ډبره هم د پرديو په لاس کې نشته))

تېره ورځ د پلازمېنې کابل د کوهدامن سیمې اړوند قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د کتنې پرمهال، بهرمېشتو شریرو کړیو ته په خطاب کې وویل:” په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت د ١٤٠٤ ښوونیز کال کانکور د ازموینو پایلې

د کانکور پایلې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت د ١٤٠٤ ښوونیز کال کانکور د ازموینو پایلې

BACK TO NEWS