په مرکز کابل کې د اهل تشیع قومونو له لوري د خپلواکۍ دویمه کلیزه و نمانځل شوه

mobta_admin
Thu, Aug 24 2023 11:46 PM
Mobta

۷/۲/۱۴۴۵

د اسلامي امارت د خپلواکي د دویمې کلیزې په ویاړ د مرکز کابل د دشت برچي په سیمه کې د اهل تشیع قومي مشرانو او ځوانانو له لوري و نمانځل شوه. په دغه نمانځغونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو مسلکي معین الحاج مولوي احمد طه قادري، وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، نورو دولتي مسؤلینو د اهل تشیع دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. د غونډې په اوږدو کې د راغلیو قومي مشرانو په استازیتوب یوه تن خبرې وکړې اسلامي نظام یې د الله ج له لوري یوه پیرزوینه وبلله او د هزاره قومونو په نمایندګي یې د اسلامي امارت څخه ملاتړ او د هر راز همکاریو ډاډ وړاندې کړ. وروسته د وزارت په استازولي مفتي شفیع الله ثاقب د اسلامي ارشاداتو پر بناء ګډونوال یووالي او یو بل منلو ته را وبلل او راغلیو مشرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د غرب د تبلیغاتو پر وړاندې دي فکري مبارزه وکړي او خپل ځوانان دي د هیواد ښې رازه کولو مبارزې او کوښښ ته وهڅوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu