په غور ولایت کې د شخړو د حل له کمیسیون څخه د خلکو خوښي

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۴:۳۲
Mobta

 

چهارشنبه/۲۵/ذالقعدةالحرام/۱۴۴۴

د غور ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت ته د ۱۴۰۲ یم هـ ل کال له پیل را په دې خوا د قومي شخړو، غلا، قتل او ځمکو د غصب اړوند د ۳۴ بېلابیلو قضیو عریضې تسلیم شوې وې چې له مجموعې یې د یاد ولایت مقام له لورې ټاکل شوي پلاوي د دغه ولایت د دولینې ولسوالۍ د مومیني قوم د ځمکو او نورې قضیې حل و فصل کړې.

یاد پلاوي د غور د ولایت مقام په مشري د یادې ولسوالۍ د ځمکو او نورو قضیو په اړه له بشپړو څېړنو، سفرونو او پوښتنو وروسته ټولې قضیې د شخړو د حل له کمیسیون سره په ګډه وڅېړلې او په اړه یې فیصلې وکړې.

Mobta

د غور ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د امریت په رهبرۍ ښکېل اړخونه د غور ولایت مقام ته راوبلل شوو او د هغوی د قضیو اړوند نیول شوې پرېکړې ورته د دغه ولایت د والي ملا احمد شاه دین دوست په حضور کې واورول شوې.

د یادو پرېکړو له اورېدلو وروسته د ټولو راغلیو قومي مشرانو او ولسي خلکو په استازیتوب څو تنو په خپلو خبرو کې د دوی په اړه له نیول شویو پرېکړو څخه خوښي وښوده او ویې ویل: د مومیني ولسوالۍ او اړوندو سیمو خلک د اسلامي امارت او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له ستړیاوو او هڅو څخه ډېر منندوی دي چې د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او سولې په راوستلو کې کار کوي. دوی یادو مسؤلینو ته په نورو چارو کې د توفیق غوښتنه وکړه او غونډه په دوعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu