د تخار او بغلان ولایت د کوچي او ځایي قومونو تر منځ شخړه حل شوه

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۹:۴۴
mobta

۱۵ـ۱۶/ذالقعدةالحرام/۱۴۴۴

د تخار ولایت د ورسج او بغلان ولایت د فرنګ ولسوالیو د ځایي قومونو او کوچیانو تر منځ شخړه چې د څړځایونو پر سر رامنځ ته شوې وه حل و فصل شوه. دغه شخړه د یوه ټاکل شوي هیئت له لوري چې د تخار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس احمدالله تالقاني، د زراعت، اوبو رسونې، او مالداري رئیس د بغلان ولایت د یادو ادارو رئیسان او نور مسؤلین پکې شامل وو، وڅېړل شوه. تر څېړنې وروسته د یادې موضوع په اړه ناسته وشوه چې پر مهال یې د تخار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس ښاغلي تالقاني خبرې وکړې راغلي قومي مشران یې یووالي او همغږي ته راوبلل او د هغوی د ستونزو د سالم حل ډاډ یې ورکړ. هغه د ټاکل شوي کمیسیون د پرېکړې پر منلو او عملي کولو ټینګار وکړ او له عبوري کوچیانو څخه یې غوښتنه وکړه چې هغو سیمو ته ولاړ نه شي چیرته چې دوی مېنې نه لري او له ځایي خلکو څخه یې هم هیله څرګنده کړه چې قباله لرونکو کوچیانو ته دي ستونزې نه جوړوي. ورپسې د دواړو ولایتونو په استازیتوب څو تنو مسؤلینو ویناوې وکړې او دواړه لورې یې د سولیز او آرام ژوند تېرولو ته راوبلل. دوی وویل: اوسنې مسؤلین ستاسې په خدمت کې شپه او ورځ حاضر دي هر چا ته به خپل حق ورسپارل کیږي. هغوی ټولو قومونو ته د وروګلوي په فضاء کې د ژوند کولو سپارښتنې وکړې. د ناستې په پای کې څو تنو قومي مشرانو د غونډې په تړاو خبرې وکړې، دوی د ا.ا.ا ملاتړ د هر وګړي ایماني دنده یاده کړه او د راتلونکو ستونزو د نه پېښېدلو څخه یې ناستې ته ډاډ ورکړ. همدغو مشرانو د یادو سیمو له مسؤلینو څخه خوښي وښوده چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي کوي او غږ یې اوري. دوی له حکومت څخه وغوښتل چې یاده سیمه له خدمتونو څخه محرومه ده او دولت دي په یادو برخو کې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu