له ولایتونو سره د اړیکو نوي آمر په دنده پیل وکړ

mobta_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۲۱:۵۴
mobta

پنجشنه/۱۴/شوال المکرم/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له ولایتونو سره د اړیکو امریت نوي آمر مولوي عبدالوارث اخندزاده په دنده پیل وکړ. د معرفت غونډې په مراسمو کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ملا محمد انور تائب، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ملا حمدالله فطرت، د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي، د سرحدي پلټنو رئیس مولوي نصیراحمد منصور، د تحقیق او مطالعاتو رئیس مولوي هدایت الله حقاني او د یاد امریت نورو کارکوونکو له لوري ورته مبارکي وویل شوه او تر څنګ یې په چارو کې ورته د بریالیتوب غوښتنه وکړه. د یادولو وړ ده چې مولوي عبدالوارث اخندزاده مخکې د یاد وزارت د ترانسپورت عمومي مدیر و. نوموړي د دې ټاکنې څخه کور ودانی وکړ چې دی یې د یاد مسؤلیت د ادا کولو لپاره وړ کس وباله او زیاته یې کړه: لکه مخکې چې مې خپله کارونه په سم ډول ترسره کړي په خپله نوې دنده کې به کوښښ کوم چې خپل مسؤلیت بیا هم په سمه توګه ترسره کړم.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu