د لوګر ولایت له قومي مخورو سره ناسته وشوه

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۸:۶
Mobta

سه شنبه/۱۲/ شوال المکرم/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري د لوګر ولایت مېشت احمدزي قوم له مشرانو سره د هغوی د ستونزو اورېدلو او همغږۍ په موخه د وزارت د ناستو په تالار کې وکتل.

په دغه ناسته کې د وزارت سرپرست ښاغلی نوری، د مسلکي چارو معین مولوي عبدالرحمن حقاني، د لوګر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي رهبر، د مرکز او ولسوالیو قومي مخورو ګډون کړی وو.

په پیل کې د قومي مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د لوګر ولایت ټول مېشت احمدزي قومونه لکه چې د تېر اشغال په دوران کې د جهاد ملاتړي و اوس هم د ا.ا.ا په کلکه ملاتړ کوي او تر څنګ یې ولاړ دي.  دوی په یاد ولایت کې د ځمکو پر سر د اختلافاتو، د مؤسساتو نه پاملرنه او د ځینو نورو ستونزو د یادونې ترڅنګ له حکومت څخه د ازري سرحدي ولسوالۍ ته د پاملرنې، د شخړو هوارولو لپاره یوه پلاوي ټاکلو، او نورو انکشافي پروژو په اړه د همکاريو غوښتنه وکړه.

Mobta

ورپسې سرپرست وزیر ښاغلي نوري د دوی له راتګ څخه قدردانی وکړ او ویې ویل: ولس د هر نظام د ملا تير دی، په افغانستان باندې چې هرځل کوم نړیوال قدرت حمله کړې د همدې ولس پر مټ په شا تمبول شوی دی، د دې ولس په برکت نن په دې هیواد کې اسلامي نظام قائم دی، په وينا يې چې اوس په بمبار او چاپو کې افغانان نه وژل کيږي.

نوموړي ټولو مشرانو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: لکه څنګه چې مو په امنیتي برخه کې مثبت ګام اخیستی همداسي به په انکشافي او اقتصادی برخو کې هم د خودکفایي لور ته ځو، ستاسې غوښتنې منو او تر اړوندو ادارو پوري یې رسوو.

مجلس د مسلکي چارو معین ښاغلي حقاني په دعا کولو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu