په پروان ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ او اتحاد غونډه جوړه شوه.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۹:۱۳
mobta

سه شنبه / ۲۸/ شعبان المعظم/ ۱۴۴۴

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معينيت د قومونو د يووالي او همغږۍ تر سرليک لاندې د خپلو کلنيو پلان شویو غونډو په ترڅ کې نن خپله وروستنۍ غونډه په پروان ولايت کې تر سره کړه.

په دې غونډه کې د پروان ولايت مسؤلينو، له مرکز او ولسواليو څخه راغلو سلګونه علماء کرامو او د قومي مشرانو تر څنګ د یاد وزارت د سرحدي پلټنو معين الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي او د وزارت د رهبري هيئت ځينو نورو غړو هم برخه لرله.

د پروان د خلکو په نمايندګي څو تنو مشرانو خبرې وکړې او په ډاګه يې کړه چې د هيواد د نورو ولايتونو په څېر د پروان ولسونه هم د ا.ا.ا تر څنګ ولاړ دي، د بهرنيو استخباراتو په توسط په يو او بل نامه د مزاحمت کوونکو هڅې یې په ولسونو باندې بې اغیزې یادې کړې.

Mobta

 دوی په خپلو خبرو کې له حکومت څخه د دینې مدارسو او مکاتبو د پراختیا او انکشاف، د برېښنا او اوبو د بندونو د رغولو او د سالنګ د سرک د جوړېدلو، د جبل السراج د سیمټو د لویې فابریکې د بیرته فعالېدلو وړاندیز وکړ چې د یاد پلاوي لخوا د حل په موخه پوره ډاډ ورکول شو.

ورپسې د وزارت د دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني وویل: موږ ستاسې د خبرو د اورېدلو لپاره راغلي یو، غواړو ستاسې ستونزې واورو او د حل په موخه یې له لوړو مقاماتو سره شریکې کړو، نوموړي زیاته کړه: د دې نظام د اقامې لپاره افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې دي اوس باید د دې قربانیو ساتنه وکړي.

د ناستې په اخیر کې د یاد وزارت د سرحدي پلټنو معین ښاغلي غزنوي وویل: په افغانستان کې نننۍ ازادي د افغانانو په وینو راغلې ده باید ساتنه او درناوی یې وشي، د دغو قربانیو په لړ کې پروان ولایت هم مبارزه کړې ده او د اسلامي نظام د قائمېدلو لپاره یې ستړې کړې دي. هغه زیاته کړه: د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د ولس د یووالي او اتحاد لپاره شپه او ورځ کار کوي. ا.ا.ا په نوي کال کې د هیواد نیمګړو پروژو ته پوره توجه کړې ده. هغه د یادو شویو ستونزو د هوارولو په برخه کې خلکو ته ډاډ ورکړ او وعده یې وکړه چې د دوی غوښتنې به تر اړوندو مقاماتو رسوي.

د یادونې وړ ده چې د نننۍ غونډې له پای ته رسېدو سره د تېر کال د ټولو ولايتونو لپاره پلان شوې غونډې بشپړې او پلان په ښه توګه تطبيق شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu