د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو له يو شمېر قومي استازو سره کتنه.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۴:۲۱
Mobta

د سرحدونو،  قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملانورالله نوري  داسي مهال چې ددغه وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد او  مولوي محمد اسماعیل غزنوي هم موجود وو نن له غرمې مخکې د افغانستان د بيلابيلو قومونو يو شمېر استازو سره ددغه وزارت د کنفرانسونوپه تالار کې وکتل.

 د راغلو مشرانو په استازیتوب ښاغلي زهیر زرمتي، لعل آغا کاکړ، امیرمحمد ایماق اونورو د خبروپه ترڅ کې د قومونو د انسجام په برخه کې د وزارت  رهبرۍ د هڅوله امله مننه وکړه،  یو لړ ستونزې یې د حل په موخه شریکې کړې او له امارت سره یې د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.

Mobta

د سرحدونو،قومونواوقبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د قومونو د مشرانو او استازو له راتګ څخه مننه وکړه وې ویل: افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی ، ټول افغانان له اشغال څخه د هېواد په آزادۍ کې شریک دي اوپه دې لاره کې يې قربانۍ ورکړې.

دغه راز یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ولسي وزارت یاد کړ زياته يې کړه چې دا وزارت دخلکو او نظام ترمنځ د اړیکو د پل حیثیت لري ، چې مشرتابه یې د خلکو د ستونزورپه  هوارولو کې همکاري خپل مسؤلیت او دنده بولي.

نوموړي  ډاډ ورکړ چې له امکاناتو سره سم به د هيواد د ټولو قومونو د ستونزو حل ته پاملرنه کوي. 

غونډه د قومونوتر منځ دیووالي او پیوستون په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu