له علماوو، قومي مخورو او پيژندل شويو څېرو سره کتنه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۱:۲۷
Mobta

چهارشنبه٤جمادي الثاني ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي معين الحاج ملا عبدالخالق عابد په داسې حال کې چې د جرگو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي هم حضور درلود په خپل کاري دفتر کې د کنړ ولايت د واتپور ولسوالۍ له يو شمېر علماوو، قومي مخورو او پيژندل شويو څيرو سره وکتل.

په یاده کتنه کې د نورو په استازیتوب شيخ سعيدالله خبرې وکړې یو لړ وړاندیزونه او ستونزې یې د حل په موخه شريکې کړې او همدا راز یې د وزارت له لوري په کڼر کې د ا.ا.ا په ملاتړ  د لويو ولسي غوڼدو د جوړېدو په پار  ښاغلي عابد ته د هر ډول همکاریو ډاډ  ورکړ.

ورپسې الحاج ملا عبدالخالق عابد یادو کنړي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زياته يې کړه دا دې ټولو ولسونو ملي او اسلامي وجیبه ده چې د اسلامي نظام د  تقويې او بقاء لپاره شپه ورځ کار وکړي، تر څو دا هېواد سوکاله او خود مختاره شي، دغه راز يې له يادو قومي مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه د هر ډول هڅو او همکاريو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu