له علماوو، قومي مخورو او پيژندل شويو څېرو سره کتنه.
چهارشنبه٤جمادي الثاني ١٤٤٤
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي معين الحاج ملا عبدالخالق عابد په داسې حال کې چې د جرگو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي هم حضور درلود په خپل کاري دفتر کې د کنړ ولايت د واتپور ولسوالۍ له يو شمېر علماوو، قومي مخورو او پيژندل شويو څيرو سره وکتل.
په یاده کتنه کې د نورو په استازیتوب شيخ سعيدالله خبرې وکړې یو لړ وړاندیزونه او ستونزې یې د حل په موخه شريکې کړې او همدا راز یې د وزارت له لوري په کڼر کې د ا.ا.ا په ملاتړ د لويو ولسي غوڼدو د جوړېدو په پار ښاغلي عابد ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې الحاج ملا عبدالخالق عابد یادو کنړي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زياته يې کړه دا دې ټولو ولسونو ملي او اسلامي وجیبه ده چې د اسلامي نظام د تقويې او بقاء لپاره شپه ورځ کار وکړي، تر څو دا هېواد سوکاله او خود مختاره شي، دغه راز يې له يادو قومي مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه د هر ډول هڅو او همکاريو ژمنه وکړه.