د دووقومونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۲:۴
mobta

١٤٤٤دصفرالمظفر١٧مه

دفارياب ولایت دولت اباد او قيصار په ولسواليو کې د دوو قومونو ترمنځ د څړ ځايونو پر سره شخړه هواره اوپه دوستۍ بدله شوه. په همدې موخه د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد مير صارم په مشرۍ سپین ږیرو، قومي مشرانو او مخورو ګډه غونډه جوړه کړه. يادې غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي محمد مير صارم په خپلو خبرو کې وویل شخړه د حل لاره نده هېواد مو جګړو سخت ځپلی دی اوس د دې وخت را رسيدلی چې په خپلو کې سره کینو شخړه حل او سوله راولو. د غونډې په پاي کې ياد مشران په دې وتوانېدل چې له خبرو اترو وروسته شخړه حل او ښکېلې غاړې اتحاد او ورور گلوي ته را وبلي همدا راز د دواړو غاړو قومي مشرانو پخپلو خبرو کې د ستونزې دحل له امله د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له هڅو څخه مننه وکړه او په هېواد کې د قومونو تر منځ په یووالي ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu