د ننګرهار مېشتو کوچیانو مشرانو سره کتنه

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۰:۵۱
Mobta

13/13/1443

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلی قاري رحمت الله (غازي عمر) نن له غرمې مخکې پخپل کاري دفتر کې د کوچي ولس د بېلا بېلو قومونو مشرانو سره وکتل. په پیل کې ښاغلي حاجي ملک ګلمیران (دولتزي)، محمد هاشم (دانشیار) ، حاجي صاحب مروت خان او حاجي صاحب ظاهر خان د ناستي د ګډونوالو په استازیتوب خبرې وکړې. نوموړو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزارت سره د کوچیانو د عمومي ریاست په یو ځای کولو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې موږ به د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست تر څنګ ولاړ یوو او له دې ریاست سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.

Mobta

همدا رنګه یادو مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د ریاست څخه د کوچیانو یو شمېر ملکانو ته د نويو کارټونو د ورکړې تر څنګ د روغتیایي کلنیکونو د جوړولو، د کوچیانو اولادونو ته د زده کړو زمینه د برابرولو، بیوزله کورنیو سره د مرستې کولو او د ننګرهار ولایت له والي د یو شمېر قومي مشرانو او دیني علمانو د لیدني غوښتنه وکړه. دننګرهار ولایت سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي قاري رحمت الله ( غازي عمر) د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ننګرهار او د ختیځو سیمو قبایلو لپاره د پښتونستان د لیسې او د کوچي ولس لپاره د عبدالقادر کوچي عالي لیسې یادونه وکړه چي بالفعل پکې د کوچيانو او نورو قومونو بچيان پکې په زده کړو بوخت دي. ښاغلی عمر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د ننګرهار د ټولو قومونو ګډ کور وباله او د هر ډول ستونزو په حل کې یې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۲:۳۶
Background image

د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر

۱۴۴۵/۱۰/۲۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري له ګاونډي هیواد پاکستان سره د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي دروازې ته سفر وکړ چې د کندهار ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۲:۲۸
Background image

څو کلنه بدي په کُنړ ولایت کې په سوله بدله شوه

د کنړ مرورې ولسوالۍ د چیغسرای په سیمه کې له کلونو راهیسې د څو کورنیو ترمنځ پېښه شوې شخړه چې وخت ناوخت به پکې دواړو لوریو یو بل ته زیانونه اړول او څو تنه تر اوسه پکې ژوبل شوي هم وو، تېره. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۲۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې ۱۱ کلنه دُښمني په دوستي بدله شوه


۲۶/۱۰/۱۴۴۵

د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د دوو کورنیو تر منځ ۱۱ کاله مخکې رامنځته شوې شخړه چې له طرفینو څخه پکې ۴ کسان وژل شوي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست. . .

BACK TO NEWS