د ننګرهار مېشتو کوچیانو مشرانو سره کتنه

mobta-af
Tue, Jun 14 2022 10:51 AM
Mobta

13/13/1443

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلی قاري رحمت الله (غازي عمر) نن له غرمې مخکې پخپل کاري دفتر کې د کوچي ولس د بېلا بېلو قومونو مشرانو سره وکتل. په پیل کې ښاغلي حاجي ملک ګلمیران (دولتزي)، محمد هاشم (دانشیار) ، حاجي صاحب مروت خان او حاجي صاحب ظاهر خان د ناستي د ګډونوالو په استازیتوب خبرې وکړې. نوموړو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزارت سره د کوچیانو د عمومي ریاست په یو ځای کولو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې موږ به د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست تر څنګ ولاړ یوو او له دې ریاست سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.

Mobta

همدا رنګه یادو مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د ریاست څخه د کوچیانو یو شمېر ملکانو ته د نويو کارټونو د ورکړې تر څنګ د روغتیایي کلنیکونو د جوړولو، د کوچیانو اولادونو ته د زده کړو زمینه د برابرولو، بیوزله کورنیو سره د مرستې کولو او د ننګرهار ولایت له والي د یو شمېر قومي مشرانو او دیني علمانو د لیدني غوښتنه وکړه. دننګرهار ولایت سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي قاري رحمت الله ( غازي عمر) د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ننګرهار او د ختیځو سیمو قبایلو لپاره د پښتونستان د لیسې او د کوچي ولس لپاره د عبدالقادر کوچي عالي لیسې یادونه وکړه چي بالفعل پکې د کوچيانو او نورو قومونو بچيان پکې په زده کړو بوخت دي. ښاغلی عمر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د ننګرهار د ټولو قومونو ګډ کور وباله او د هر ډول ستونزو په حل کې یې ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu