د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسیمو کوچي قوم له درنو مشرانو، مخورو اوځوانانو سره کتنه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۹:۰
Mobta

شنبه ١٤٠١لمريزکال د غبرگولي٧

د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارووزارت د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معین ښاغلي مولوي عبدالخالق اخند عابد په داسې حال کې چې د کوچیانو چارو سمون ادارې عمومي رئیس ښاغلی ګل زرین کوچی اود جرګو دهمغږۍ رئیس ښاغلی مولوي محمد اسماعیل غزنوي هم حضور در لود د هېواد د بېلابېلو سیمود کوچي قوم له مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې چې شمېر یې لسګونو کسانوته رسېده وکتل.

په پیل کې د کوچیانو یادو څوتنو درنو مشرانو هر یو مولوي شېراحمد، حاجي ګلمرجان او حاجي ګل میرا د نورو په استازیتوب پخپلوخبرو کې د څړ ځایونو پر سر د رامنځته شويو شخړو ، له دوی سره د ناسم چلند او ځينو نورو ستونزو يادونه وکړه چي کوچيان ورسره مخ دي.

Mobta

دوئ غوښتنه درلوده چې ولایتي ادارې دې د ستونزو په حل کې له موږ سره مرسته  اوهمکاري وکړي او دغه راز دې د کوچیانو چارو د سمون اداره چي اوس يې په ولايتونو کي چاري ټکنۍ شوې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو په چوکاټ کي ددوئ ستونزو ته رسيدګي وکړي.

کوچي قومي سرخيلانو همدا راز وويل: دوی له امارت سره د تل په څېر هر ډول همکاري ته چمتو دي.

دوئ په میدان ښار ولايت کې د شخړو او ستونزو هواري کمیسیون د جوړېدو له امله چې د ستونزو په حل کې یې ډېره مرسته کړې ده مننه وکړه او نورو ولايتونو کې هم د دا ډول کمیسیونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

ورپسې ښاغلی عابد لومړی د جهاد پر لار کې د کوچي مېړني قوم سرښندنې د هېواد د نورو درنو قومونو تر څنګ وستایلې وې ویل چې امارت د ټولو افغانانو ګډ کوردی اوپه پاکو وینو یې بریا ته رسېدلی دی دا نظام به ستاسو د ټولو حقوقو څخه دفاع کوي.

 د مشرانو ستونزې پرځای وبللې ویې ویل دا ستونزې یوازې د امارت پرمهال نه، بلکې له لسیزو را پاتې ستونزې دي. موږ مو خدمت ګاران یو ان شاء الله اسلامي امارت به دغو ټولو ستونزو ته رسیدګی کوي اوحل لارې به ورته پیدا کوي.

دغه راز ښاغلي ګل زرین کوچي هم پخپلو خبرو کې د کوچیانو په استازولۍ د وزارت له رهبرۍ  چې د دوی ستونزې یې واورېدې مننه وکړه وې ویل چې موږ غواړو د کوچیانو چارو سمون ریاست د غوره چارو په ترسره کولو کې دومره پیاوړی شي چې ستاسو غوښتنو ته ځواب ويونکی وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu