د وزارت نوبتي اداري جلسه تر سره شوه !
دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نوبتي اداري مجلس په داسي حال کي ترسره شو چي د وزارت اړوند د مرکزي ریاستونو ټول رئیسان موجود وو.
غونډه چي د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه له اجنډا سره سم په نښه شوي موضوعات وڅيړل شول او لاندي پريکړې وشوې.
د تدارکاتو رئيس په وړانديز جلسې پريکړه وکړه چي د ترانسپورت مديريت ته دنده وسپارل شي د ټولو وسايطو د پارکينګ لپاره مناسب ځايونه په نښه او د وزارت له ساحاتو څخو ټول ولاړ موټر خپلو ځايونو ته انتقال کړي.
د سيد امين اقا تر مشري لاندي څلور کسيزه کميټه وټاکل شوه چي د تشريفاتو رياست پخوانۍ کړنلاره و ارزوي او يوه جامع طرحه تياره او د وزارت مقام ته وړاندي کړي.
دغه راز پريکړه وشوه چې د تعليم او تربيې د زده کونکو د جذبولو لپاره د نهايي پريکړې لپاره دي موضوع وزير صاحب ته راجع کړل شي.
ناسته په دعا سره پاي ته ورسيده.