په بلخ کې له ديني عالمانو او روحاني شخصيتونو سره ناسته!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم د مياشتې په ۴مه نېټه په داسې حال کې، د بلخ والي محترم مولوي قدرت الله ابو حمزه او د وزارت د مقام ددفتر ریاست سرپرست محترم شيخ حضرت ولي حقاني هم ورسره ملګری وو، د مزارشريف په ښار کې له يو شمېر ديني عالمانو او روحاني شخصيتونو سره وکتل.
په دې کتنه کې څو تنو ديني عالمانو د نورو په استازيتوب ښاغلي نوري او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ يې په دې ولايت کې خپلې يو لړ ستونزې او غوښتنې بيان کړې.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې ديني عالمان او مشايخ د صحابه کرامو وارثان او د اسلامي نظام د ملاتیر وبلل، چې تل يې حکومتونه رهبري کړي دي.
ښاغلي نوري زياته کړه: ديني عالمان او روحاني شخصيتونه کولای شي د جوماتونو او منبرونو له لارې خلک د اسلامي نظام په حقانيت پوه کړي او هم خلک د وعظونو له لارې اتحاد او اتفاق ته رابولي.