په بلخ کې له ديني عالمانو او روحاني شخصيتونو سره ناسته!

mobta-af
Wed, Nov 03 2021 6:44 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم د مياشتې  په ۴مه نېټه  په داسې حال کې، د بلخ والي محترم مولوي قدرت الله ابو حمزه او د وزارت د مقام ددفتر ریاست سرپرست محترم شيخ حضرت ولي حقاني هم ورسره ملګری وو،  د مزارشريف په ښار کې له يو شمېر ديني عالمانو او روحاني شخصيتونو سره وکتل.

په دې کتنه کې څو تنو ديني عالمانو د نورو په استازيتوب ښاغلي نوري او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ يې په دې ولايت کې خپلې يو لړ ستونزې او غوښتنې بيان کړې.

mobta

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې ديني عالمان او مشايخ د صحابه کرامو وارثان او د اسلامي نظام د ملاتیر وبلل،  چې تل يې حکومتونه رهبري کړي دي.

ښاغلي نوري زياته کړه: ديني عالمان او روحاني شخصيتونه کولای شي د جوماتونو او منبرونو له لارې خلک د اسلامي نظام په حقانيت پوه کړي او هم خلک د وعظونو له لارې اتحاد او اتفاق ته رابولي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu