موږ ټول باید د جمهوریت تر پراخ چتر لاندې د خپل نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، تېرو لاسته راوړنو او ملي بنسټونو ملاتړ وکړو!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۳:۴۰
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د هېواد د بېلابېلو قومونو له مشرانو او مخورو سره د کتنې پر مهال وکړې.

په دې کتنه کې د راغلو مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې وې ویل: تل مو له خپلو قومي شوراګانو څخه د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، پراختیايي پروژو او د حکومت له برنامو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی او لا هم د خپلو ملي ارزښتونو او ملي ګټو ملاتړ کوو. دوی همدارنګه خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې.

ورپسې محترم محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: موږ ټول باید د جمهوریت تر پراخ چتر لاندې له خپل نظام او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو او هېچا ته باید د دې اجازه ورنکړو، چې زموږ ملي بنسټونه ونړوي او د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ شي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه: د ترهګرۍ او ظلم پر وړاندې ولسي بسیج مو له کاري لومړیتوبونو څخه دی او په دې اړوند د ولسونو منځ ته ورغلی یم او هڅه مو دا ده، چې ټول په یو واحد او پیاوړي صف کې سره متحد کړو، تر څو د همدې مشرانو په سلا مشورو په هېواد کې شته بېلابېلو ستونزو ته په ګډه د حل لارې پیدا کړو.

په پای کې یې دوی ته ډاډ ورکړ، چې شته بېلابېلې سیمه ییزې ستونزې به مو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړم.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

پنجشير کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولايتي غونډو په لړ کې نن د پنجشير ولایت په مرکز کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشرۍ او د قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه د خبرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۲
Background image

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني په سوله او ورور ولۍ بدله شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د لغمان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۲۵ کلنه دښمني، چې د يو لړ. . .

BACK TO NEWS

User account menu