موږ ټول باید د جمهوریت تر پراخ چتر لاندې د خپل نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، تېرو لاسته راوړنو او ملي بنسټونو ملاتړ وکړو!

mobta-af
Wed, Aug 04 2021 1:40 PM
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د هېواد د بېلابېلو قومونو له مشرانو او مخورو سره د کتنې پر مهال وکړې.

په دې کتنه کې د راغلو مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې وې ویل: تل مو له خپلو قومي شوراګانو څخه د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، پراختیايي پروژو او د حکومت له برنامو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی او لا هم د خپلو ملي ارزښتونو او ملي ګټو ملاتړ کوو. دوی همدارنګه خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې.

ورپسې محترم محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: موږ ټول باید د جمهوریت تر پراخ چتر لاندې له خپل نظام او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو او هېچا ته باید د دې اجازه ورنکړو، چې زموږ ملي بنسټونه ونړوي او د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ شي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه: د ترهګرۍ او ظلم پر وړاندې ولسي بسیج مو له کاري لومړیتوبونو څخه دی او په دې اړوند د ولسونو منځ ته ورغلی یم او هڅه مو دا ده، چې ټول په یو واحد او پیاوړي صف کې سره متحد کړو، تر څو د همدې مشرانو په سلا مشورو په هېواد کې شته بېلابېلو ستونزو ته په ګډه د حل لارې پیدا کړو.

په پای کې یې دوی ته ډاډ ورکړ، چې شته بېلابېلې سیمه ییزې ستونزې به مو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړم.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu