په ولسي جرګه کې د پروان ولایت د خلکو له استازي سره کتنه!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۸:۵۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په ولسي جرګه کې د پروان ولایت د خلکو له استازي ښاغلي الحاج عبدالظاهر سالنګي سره وکتل.

په دې کتنه کې په بېلابېلو ولایتونو کې د نظام او ملي ځواکونو په ملاتړ د ولسي جرګو په جوړولو، د خلکو د ستونزو په اورېدو او د خلکو په بسیج کولو کې د وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایل شوې .

همداراز دواړو خواوو د ملي یووالي په ټینګښت، د سولې په روانو خبرو کې د شته فرصتونو، له نظام اوملي بنسټونو او ملي ارزښتونو څخه د ولسونو د ملاتړ او د حکومت او خلکو تر منځ د واټن په لنډېدو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

BACK TO NEWS

User account menu