نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه
دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ لس کلنه شخړه حل او فصل شوه.
د دغې شخړې پرمهال له دواړو لوريو د څو تنو د ټپي کيدو ترڅنګ يو بل ته درانه مالي زيانونه اوښتي و، چې جرګه کوونکو د موضوع له پوره تحقيق وروسته د يوې شرعي پرېکړې له مخې هغوی سره غاړه غړۍ کړل او يادې لس کلنې شخړې يې پای وموند.
ښکېلو خواوو، چې د دُښمنۍ ناوړه پايلې يې تجربه کړي وي په خپله روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او له عامو خلکو يې وغوښتل، چې په خپلو منځونو کې لکه د وروڼو په څېر ژوند وکړي. دوی همدا راز د ولسې شخړو په حل کولو کې د اسلامي امارت د هڅو قدر داني هم وکړ
