په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

haqani_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي همغږي او د اسلامي نظام د لارښوونو په اړه د عامه پوهاوي غونډو لړۍ په دوام د بلخ په زاري ولسوالي، د فراه په اناردره، د سمنګان په خلم او دره صوف، د بادغيس په بالامرغاب، د کندهار په ريګستان او د پنجشير په رخه ولسوالي کې له دیني عالمانو، قومي مخورو، ولسي استازو او ځایي مسؤلینو سره غونډې ترسره شوې.

په دغو غونډو کې سيمه ييزو مشرانو د خپلو سیمو اړوند غوښتنې او ستونزې مطرح کړې، د ولس او ادارو ترمنځ یې په لا زیاتې همغږي ټینګار وکړ. وي ويل: د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د ولسونو ترمنځ د اتفاق لپاره د علماوو او قومي مشرانو هڅې مهمې دي. دوی زياته کړه، چې د اسلامي شریعت د احکامو د عملي کېدو او د ولسي همکاري د پراختیا په برخه کې به خپلې هڅې دوامداره وساتي.

همداراز ګډونوالو د اسلامي نظام د لارښوونو پر اهمیت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې د اختلافاتو د مخنیوي او ولسي یووالي په ټینګښت همکار واوسي. دوی ټینګار وکړ، چې د خلکو ترمنځ ګډه همکاري کولای شي د ټولنې د ثبات لپاره زمینه نوره هم پیاوړې کړي.

بل لور ته د غونډو پر مهال مسؤلینو د ولسونو ستونزې واوريدې او د شته امکاناتو تر کچې یې د حل په اړه د همکاري ډاډ ورکړ. مسؤلینو له ګډونوالو وغوښتل چې د یووالي، اتفاق او همغږي فضا پیاوړې کړي او د اسلامي شریعت د احکامو د عملي کېدو په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي. دوی د دیني عالمانو، قومي مخورو او ولسي استازو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ولس او ادارو ترمنځ دوامداره اړیکه د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu