په غزني کې د ولايتي شورا له غړې سره ناسته!
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم غزني ولايت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن ماښام د دغه ولايت د ولايتي شورا له غړې اغلې فاطمې رحيمي سره وکتل او د ياد ولايت د امنيتي وضعيت د ښه والي، د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې د قومونو د رول ، د قومي او ولسي جوړښتونو په پياوړتيا ، له نظام او ملي امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ ته د خلکو رابللو او په ياد ولايت کې د يوې لويې ولسي غونډې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړې او په ګډو هلو ځلو يې ټينګار وکړ.