په بلخ کې د بلوڅو له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۹:۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلوڅو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې یادو قومي مشرانو د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د ولسونو د شته بېلابېلو ستونزو د اورېدو په پار یې یاد ولایت ته سفر وکړ، دوی دغه راز یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې.

ورپسې محترم محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: د بلوڅو وروڼو قوم تل د هېواد د نورو درنو قومونو په څېر له سرحداتو ساتنه، له نظام او امنیتي ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ کړی او موږ مو قدرداني کوو، دغه راز یې دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu