د ولسمشر د لارښوونو سره سم د جینیوا کنفرانس د ژمنو د تطبیق په اړه کمېټه جوړه شوه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۹
mobta

د جینیوا د ۲۰۲۰ کنفرانس د ژمنو د تطبیق په موخه کمېټه، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د ۲۱/۱۰/۱۳۹۹ نېټې او ۱۰۸۵ ګڼه حکم پر اساس د وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په مشرۍ او د داخلي تفتیش، مالي اداري، ښوونې او روزنې او د پلان او پالیسۍ رئيسانو په ګډون جوړه شوې ده، نن یې په مسلکي معینیت کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چی نن جوړه شوه د افغان ولسمشر د لارښوونو په رڼا کې د دولت له خوا د ژمنو د عملي کېدو په اړه د غونډې برخه والو نظریات راټول شول او په دې اړه لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړه ده، چې د کمېټې لپاره سکرتریت جوړ شو، چې په میاشت کې به یو ځل غونډه کوي او په دې اړه به په ګډه سره لازم تصمیمونه نیسي.

د کمېټې د جوړېدو څخه اساسي موخه د فساد پر وړاندې مبارزه او د شفافیت رامنځته کول دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu