له قومي مشرانو، دولتي چارواکو او یو شمېر ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۹:۳۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته له قومي مشرانو، دولتي چارواکو او یو شمېر ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د کتنې په پیل کې یادو مشرانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ وویل: هڅه به مو داوي، چې د جرګو او مرکو له لارې د سولې او ملي یووالي د ټینګښت لپاره خلکو ته ارزښتناکه مشورې ورکړو، ترڅو وکولای شو، چې د خپلې پوهې له لارې د خپل مسولیت په ادا کول کې پاتې رانه شو او هم به له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړو.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو د هېوادني احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د تاسو قدرمنو مشرانو سلامشورې کولای شي، چې د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې مثبتې پایلې ولري.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu