په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت د خلکو له استازي او یو شمېر مخورو سره ناسته!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۹:۵۲
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښالي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت د خلکو له استازي ښاغلي امیرشاه خان نایب زاده او یو شمېر مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې د هېواد په روانو حالاتو، د نظام د پایښت، سولې او ملي یووالي د ټینګښت، قومونو د انسجام، له ولسونو سره د اړیکو د پراختیا، د سولې په ټينګښت کې د قومي مشرانو د ونډې، ګډو هلو ځلو او یو لړ نورو ملي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

همدا راز راغلو مشرانو خپلې یو لړ ستونزې شریکې کړې، چې د ښاغلي محب الله صمیم له خوا ورته د هوارولو ډاډ ورکړشو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۳:۵۸
Background image

په لوګر ولايت کې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۲۲

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله د دوو کورنيو ترمنځ هغه شپږ کلنه شخړه، چې دواړو خواوو ته يې ژورې ستونزې پيدا کړې وې د سرحدونو، قومونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په بلخ  ولايت کې ۱۲ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

 

یکشنبه ۱۴۴۶/۵/٢٢

د بلخ ولايت دولت آباد ولسوالۍ په تلي ګک سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۲ کلنه اوږده شخړه په داسې مهال پای ته ورسېده، چې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال پکې د دغه ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۷
Background image

د بغلان ولایت له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د بغلان ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې. . .

BACK TO NEWS