د کلنیو اجرااتو ارزونه وشوه!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۹:۵۱
mobta

 

د وزارت یو شمېر رئيسانو او سلاکارانو هر یو د ښوونې او روزنې رئیس، مالي او حسابي رئيس، حقوقي سلاکار او د سرحدي څېړنو سلاکار د کړنو کلنۍ ارزونه نن پنجشنبې د روان لمریز کال د لړم میاشتې پر لومړۍ نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم، اړوندو معینانو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون استازي طاهر بلال له خوا ترسره شوه.

د ارزونې پر مهال ښاغلي محب الله صمیم وویل: چې د کارکوونکو د اجرااتو کلنۍ ارزونه اړینه ده، ځکه په دې سره په چارو کې خوځښت او نوښت رامنځته کیږي او خپلو راتلونکو دندو ته ځير کیږي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu