د سویل ختيځ زون ولسونو د عالي کمېسیون له مشرتابه سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن دوشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۸مه نېټه د سویل ختیځ زون ولسونو د عالي کمېسيون له مشرتابه پلاوي سره وکتل.
د غونډې پيل کې د سویل ختیځ زون عالي کمېسیون په استازيتوب محترم ضیا الحق وزیرزي خبرې وکړې، وې ویل: له وزارت څخه مو غوښتنه داده، چې په خپلو اړوندو لېسو او انسټيټيوټ کې د ناامنو او قبایلي سیمو ځوانانو ته زیاته ونډه ورکړل شي او هم په خپلو پروګرامونو کې د ياد کمېسیون غړو ته د ګډون بلنه ورکړي.
ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: وزارت ژمن دی، چې د ناامنو او قبایلي سیمو ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابره او دوې ته زیاته ونډه ورکړي.
ښاغلي صمیم دغه راز د ګډ کار او همکاریو ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل: چې نورو ستونزو ته به د وزارت د امکاناتو په چوکاټ کې حل لارې پیدا کړو.