د ارواښاد نجيب الله تره کي د فاتحې په مراسمو کې ګډون!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۹:۰
mobta

 

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير ښاغلي محب الله صميم نن په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولايت د خلکو استازي هر يو عبدالرؤف شپوڼ، نياز ولي مسلم شينواري او عبدالکريم کريم او د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ښاغلي اجمل عمر هم ورسره ملګري وو، د کرکټ د ملي لوبډلې د تکړه غړي ارواښاد نجيب الله تره کي د فاتحې په مراسمو کې برخه واخيسته او نوموړي ته يې د مغفرت دعا ترڅنګ د خپل ژور خپګان مراتب څرګند کړل.

د يادونې وړ ده چې نجيب الله تره کي څه موده مخکې په یوې ترافيکي پېښه کې ټپي شوی و او له څو ورځو بستر وروسته يې خپل ځان حق ته وسپاره.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu