کنړ کې د ۲۲ کلنې دښمني سر بېره نورستان کې هم د مسؤلينو له لوري شخړه حل شوه

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۸
کنړ کې د ۲۲ کلنې دښمني سر بېره نورستان کې هم د مسؤلينو له لوري شخړه حل شوه

 

يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په شلتن ولسوالي کې د کروندو پر سر د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې دښمني داسې مهال هواره شوه، چې د سيمې د علماء کرامو، قومي مخورو او عامو خلکو په ګډون د اسلامي امارت يو شمير مشرانو حضور درلود.

ياده دښمني چې څه باندې دوه لسېزې يې دوام درلود د ګڼو اختلافاتو ترڅنګ پکې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او همداراز د لويو مالي تاوانونو سربېره ښکېلو خواوو لاهم يو بل ته مرګوني ګواښونه کول، چې مسؤلينو د خپل منځګړيتوب په پايله کې د سولې په ټغر سره کېنول.

همداراز د نورستان لايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هلوځلو د دغه ولايت په منډول ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يو لړ حقوقي مسائلو پر سر پېښه شوې شخړه هواره او ښکېل لوري سره پخلا کړل شول.

د دې رامنځته شوې شخړې په پايله کې يو کس خپل ژوند بايللی و او د ګڼو کورنيو ستونزو ترڅنګ دواړو لوريو ته لوی مالي تاوانونه هم رسېدلي وو، چې ترمنځ يې ژور اختلافات راپارولي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

(حکومت د مطبوعاتو په هنداره) برنامه کې نن!

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت، ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې، په ننګرهار، نورستان، کنړ، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو کې د اوبو رسونې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د کندهار په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې له عامو خلکو او سيمه ييزو مسؤلينو سره غونډې

 

يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د روانو غونډو په ترڅ کې تېره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۸
Background image

کنړ کې د ۲۲ کلنې دښمني سر بېره نورستان کې هم د مسؤلينو له لوري شخړه حل شوه

 

يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په شلتن ولسوالي کې د کروندو پر سر د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې دښمني. . .

BACK TO NEWS

User account menu