کنړ کې د ۲۲ کلنې دښمني سر بېره نورستان کې هم د مسؤلينو له لوري شخړه حل شوه

haqani_admin
Sun, Sep 06 2026 11:08 AM
کنړ کې د ۲۲ کلنې دښمني سر بېره نورستان کې هم د مسؤلينو له لوري شخړه حل شوه

 

يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په شلتن ولسوالي کې د کروندو پر سر د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې دښمني داسې مهال هواره شوه، چې د سيمې د علماء کرامو، قومي مخورو او عامو خلکو په ګډون د اسلامي امارت يو شمير مشرانو حضور درلود.

ياده دښمني چې څه باندې دوه لسېزې يې دوام درلود د ګڼو اختلافاتو ترڅنګ پکې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او همداراز د لويو مالي تاوانونو سربېره ښکېلو خواوو لاهم يو بل ته مرګوني ګواښونه کول، چې مسؤلينو د خپل منځګړيتوب په پايله کې د سولې په ټغر سره کېنول.

همداراز د نورستان لايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هلوځلو د دغه ولايت په منډول ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يو لړ حقوقي مسائلو پر سر پېښه شوې شخړه هواره او ښکېل لوري سره پخلا کړل شول.

د دې رامنځته شوې شخړې په پايله کې يو کس خپل ژوند بايللی و او د ګڼو کورنيو ستونزو ترڅنګ دواړو لوريو ته لوی مالي تاوانونه هم رسېدلي وو، چې ترمنځ يې ژور اختلافات راپارولي وو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu