کندهار کې د ۳۷ کلنې خونړۍ شخړې پای

taqi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۶
کندهار کې د ۳۷ کلنې خونړۍ شخړې پای

چهار شنبه ۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د کندهار ولايت په دامان ولسوالي کې د پوپلزي او اندړ قومونو ترمنځ هغه ۳۷ کلنه خونړۍ شخړه، چې له کبله يې څلور کسان وژل شوي وو او دواړو لوريو ته يې درانه مالي او ځاني زیانونه هم اړولي وو، د اسلامي امارت د مسؤلينو په هڅو د يوې ولسي جرګې په ترڅ کې حل او په سوله بدله شوه. د دې روغې جوړې لپاره دغه جرګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې مسؤلينو، ولايتي ادارې استازو، علماوو او قومي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه. د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب په خپلو خبرو کې وویل: کومې ناخوالې او زړه بدۍ چې د قومونو او خلکو تر مابین شته، علماء، قومي مخور او عام خلک دې له حاکم نظام له مسؤلینو سره یو ځای حل لارې ورته پیدا کړي. د غونډې نورې مسؤلينو په خپلو ويناوو کې د نظام د بقاء او د خپلمنځي شخړو د پای ته رسولو پر اهميت ټينګار وکړ. دوی له خلکو وغوښتل، چې خپلې هر راز رامنځته شوې ستونزې د مسؤلينو په همکاري حل او د سولې فضاء کې ژوند وکړي. د جرګې په پای کې د دواړو خواوو استازو د جرګې پرېکړه ومنله، د ترسره شويو هڅو ستاينه يې وکړه او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به د سولې او ورورولي په فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکوي او يو بل ته به هېڅ خنډونه نه جوړوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۱۶
Background image

کنړ کې دوه جلاجلا شخړې د مسؤلينو او علماوو په ګډو هڅو پای ته ورسېدې

 

یک شنبه ۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس ملا تحمیدالله غازي په مشري د دیني علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دغه ولايت اسمار ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

په کاپیسا او پروان کې څلور دښمنې کورنۍ پخلاينې ته راوګرځېدې

 

شنبه ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت په اله سای ولسوالۍ کې د دووکورنيو ترمنځ د تېرو ۸ کلونو په دوام راونه دښمني، چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوی و او ژور خپلمنځي اختلافات يې ناحله. . .

BACK TO NEWS

User account menu