په کاپیسا او پروان کې څلور دښمنې کورنۍ پخلاينې ته راوګرځېدې

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۱
په کاپیسا او پروان کې څلور دښمنې کورنۍ پخلاينې ته راوګرځېدې

 

شنبه ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت په اله سای ولسوالۍ کې د دووکورنيو ترمنځ د تېرو ۸ کلونو په دوام راونه دښمني، چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوی و او ژور خپلمنځي اختلافات يې ناحله پاتي وو، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو له لوري د قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.

دغه دښمني، چې د ځمکو د ملکيت پر سر راپورته شوې وه، مسؤلينو د څو ناستو پرمهال وارزوله، له ښکېلو خواوو يې واکونه واخېستل او د يوې منځګړې فيصلې په کولو سره يې د هغوی ترمنځ د بښنې او حق ورکولو زمينه برابره کړه.

په همدې حال کې د پروان ولايت په سالنګ ولسوالي کې د څو تنو هېوادوالو ترمنځ د يوې لفظي شخړې له کبله د اخ ډب په ترڅ کې د يو کس د وژنې له وجی پېښه شوې بدی د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمریت د مسؤلینو او علماوو ، مخورو په شتون کې په دوستي بدله او ښکېلو لوريو روغه جوړه سره وکړه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۱۶
Background image

کنړ کې دوه جلاجلا شخړې د مسؤلينو او علماوو په ګډو هڅو پای ته ورسېدې

 

یک شنبه ۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس ملا تحمیدالله غازي په مشري د دیني علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دغه ولايت اسمار ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

په کاپیسا او پروان کې څلور دښمنې کورنۍ پخلاينې ته راوګرځېدې

 

شنبه ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت په اله سای ولسوالۍ کې د دووکورنيو ترمنځ د تېرو ۸ کلونو په دوام راونه دښمني، چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوی و او ژور خپلمنځي اختلافات يې ناحله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د عبد الرحمان بابا عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیستل شوه

 

شنبه ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند عبدالرحمان بابا عالي لېسه کې د یادې لېسې د آمر او مسؤلينو له لوري د سیرت النبي. . .

BACK TO NEWS

User account menu