کنړ کې دوه جلاجلا شخړې د مسؤلينو او علماوو په ګډو هڅو پای ته ورسېدې

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۱۶
کنړ کې دوه جلاجلا شخړې د مسؤلينو او علماوو په ګډو هڅو پای ته ورسېدې

 

یک شنبه ۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس ملا تحمیدالله غازي په مشري د دیني علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دغه ولايت اسمار ولسوالۍ په دوه جلا سیمو کې دوه جلا جلا شخړې حل او فصل شوې.

لومړنۍ شخړه د اسمار ولسوالۍ په ډمبرو سیمه کې رامنځته شوې وه، چې د ګڼو خپلمنځي ستونزو له کبله يې د دواړو خواوو ژوند تريخ کړی و او وخت ناوخت به يې ترمنځ لوی مشکلات راپورته کېدل.

همداراز دوهمه شخړه د يادې ولسوالۍ په شال خوړ سیمه کې رامنځته شوې وه، چې د دیني علماوو په هڅو د مسؤلينو له لوري د  يوې رابلل شوې جرګې له لارې حل‌وفصل شوه.

د يادو دواړو شخړو د هواري پرمهال د ښکېلو کورنيو مشرانو د ا.ا.ا د مسؤلينو کوششونه وستايل او په خپلو منځونو کې يې يو بل ته عام تام بښنه ترسره کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu